ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو د لوی درستيزوالۍ د کلتوري او دفاعي تبليغاتو مرستيال وويل: دښمن اسلامي انقلاب او د مقاومت محاذ ته د زيان رسولو کوشش کوي.
د فوځي د عمومي تعلقاتو د دفتر د رپوټ له مخې جنرل ابوالفضل شکارچي د دې په بيانولو سره چې اسلامي انقلاب يو ترټولو لوی الهي نعمت دی وويل: د ايران په خلاف اقتصادي بنديزونه او د فوځي او دفاعي وسائلو د پوره کېدو بنديزونه رامنځته کړې شوي دي او دښمنان د اسلامي انقلاب د مقدس نظام د راپرزولو لپاره يوځای شوي دي.
هغه زياته کړه که نن د ايران اسلامي جمهوري مقدس نظام په سيمه او نړۍ کښې سرلوړۍ، عزت او وياړ ته رسېدلی دی د شهيدانو د وينې او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د هوشمندانه رهبرۍ په برکت دي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i112180